ګرانو لوستونکو جوړ پخیر !

دا کتاب به له تاسو سره مرسته وکړي، څو د جرمني ژبې اساسات زده کړئ چې له الفبا پیلیږي، ورځني لغاتونه، اصطلاحات او خبرې اترې هم ترې زده کولای شئ.

په دې کتاب کې هڅه شوې ،چې د جرمني ژبې د تورو او لغاتونو تلفظ هم‌ په پښتو ژبه ولیکل شي، ترڅو د دې ژبې د زده کړې په لومړنیو ورځو کې د ژبې زده کونکي پرته د کوم استاد له مرستې د جرمني ژبې زده کړه خپله پیل کړي. 

د تلفظ لیکل هم اسانه نه وو او کیدای شي لاهم ډېرې ستونزې ولري، د تېروتنو د اصلاح لپاره هیله ده خپلې سپارښتې د شته ادرسونو له لارې راسره شریکې کړئ، ترڅو په راتلونکي کې ترې ګټه واخلم.

د هغو لپاره چې پښتو لوستل لا هم سم نشي کولای د دې کتاب هر لوست په ویډیويي بڼه هم تشریح شوی.

د کتاب په پای کې د هر ویډیویي لوست « کیو آر» کوډ شته چې په سکن کولو سره به تاسو له هماغه ویډیویي لوست سره ونښلوي. دا کتاب داسې لیکل شوی، چې زده کوونکی لیکل هم په کې کولای شي.

انسانانو ته خدای تعالی تر عبادت وروسته د ځمکې پر مخ د خپرېدو سپارښتنه کړې. افغانان بیا په تېرو لسیزو کې شرایطو څو ځلې اړ کړل چې نورو هېوادونو ته کډوال شي. ځينې بیا د زده کړو او کار په نیت بهرنیو هېوادونو ته ځي. دا سفرونه له یو لړ بدلونونه سره مل وي. تر ټولو لومړی هغه یې ژبنی توپير دی چې کډوال په نوي چاپېریال کې ورسره مخامخ کېږي. له همدې کبله اړټیا وي څو ژبه زر تر زره زده شي. ځکه ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده.

تېرو لسیزو او خاصتا په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان جرمني ته ګډوال شول. سربېره پر دې ډېر ځوانان د زده کړو په موخه د تحصیلي بورسونو او شخصي مصرف جرمني ته د زده کړو لپاره راغلل.

 د افغانستان شرایطو ته په کتو دا اټکل کېدای شي چې دا لړۍ به په راتلونکي کې هم روانه وي. دغه افغانان په کوربه هېواد کې د ژبې زده کړې ته اړټيا لري. د بلې ژبې زده کړه هله اسانه کېږي چې په مورنۍ ژبه د زده کړې مواد شتون ولري. 

متاسفانه په جرمني او افغانستان کې د جرمني د ژوند او بیا د جرمني ژبې د زده کړې مواد په نشت حساب دي. اړتیا لیدل کېږي څو دا تشه ډکه شي. دا کار زمونږ د افغانانو هڅو پورې تړلی دی ځکه جرمنان او د نورو هېوادونو اتباع دا کار نشي ترسره کولی. له همدې امله هغه افغانان چې جرمني ژبه یې زده کړې باید راتلونکو نسلونه ته په مورنۍ ژبه د جرمني ژبې د زده کړې مواد په لیکلي، غږیز او ویډیويي بڼو جوړ کړي.

له نیکه مرغه زمونږ ګران ملګري خان آغا نوري دغې تشې ډکولو ته مټې رانغاړلې دي. او دا دی د جرمني ژبې د زده کړې لومړنی کتاب یې د چاپ لپاره تیار کړ. دا کتاب ما د اصلاح په نیت ارزولی او خپلې سپارښتنې مې د نوري صاحب سره شریکې کړې چې نوموړي هم هغه په کتاب کې عملي کړې. کتاب ډېر روان او ساده لیکل شوی. که څه هم جرمني ژبه پېچلې ده خو په دې کتاب کې لوستونکی ځان ډېر راحت احساسوي. بله ځانګړنه یې دا ده چې لوستونکي ته ډېره عملي او د کارونې وړ جرمني ژبه په لومړي پړاو کې ورښيي.

کتاب د جرمني ژبې د حروفو او ابتدايي خبرو څخه پیلېږي. ورپسې د دې ژبې ګرامر تر ټاکلې زده کېدونکې سطحې تشریح کوي. بله برخه یې لومړنیو کارېدونکو لغاتونو ته ځانګړې شوې چې په ورځني ژوند کې ترې کار اخیستل کېږي. 

دا چې د یوې ژبې زده کړه د هغې د ویونکو کلتور هم رانغاړي. د نوري صاحب کتاب هم دا ځانګړنه لري. لوستونکی په جرمنی کې د ژوند په هغو بدلونونو څه نا څه خبروي چې په یاد هېواد کې افغانان ورسره مخامخ کېږي. د بېلګې په ډول په جرمني ژبه کې د ښځو اړوند لغتونه او نومونه، چې د نارینه هغو پرتله قاعدتاً لږ توپیر کوي او زر زده کېږي، ځای شوي. له دې هاخوا هغه ورځني اصطلاحات چې جرمني کې افغان ورسره حتمي مخامخ کېږي هم شته. د دې کار هدف دا دی څو لوستونکی د چاپېریال سره د هغو تر مخامخ کېدو وړاندې لږ بلد کړي. دا کار له یوې خوا اړټیا ده او له بلې خوا د کلتوري شوک، چې د ګډوالۍ پر مهال د ژور خفګان او ناروغیو لامل کېږي، مخه نیسي.

په پای کې غواړم دا څرګنده کړم چې د نوری صاحب اوسنۍ کتاب د جرمني ژبې لومړني پړاو ته پوښښ ورکړی. استاد هوډ لري په همدې جوړښت د جرمني ژبې د زده کړې د راتلونکو پړاونو کتابونه هم ولیکي. نوموړي ته په دې چاره کې د بریا هیله لرم. 

                                                                              په درنښت

                                                                   ډاکټر محمد عاصم مایار

                                                               برلین، جرمني ، ۲۰۲۳ کال

error: لوستونه دې همدلته ولوستل شي!!
Scroll to Top