د جرمني ژبې زده کړې پیل

ددې برخې لوستونه د پېل کتاب چې د جرمني ژبې اسانه زده کړې کتاب دی، اخيستل شوي. دا کتاب به له تاسو سره مرسته وکړي، څو د جرمني ژبې اساسات زده کړئ چې له الفبا پیلیږي، ورځني لغاتونه، اصطلاحات او خبرې اترې هم ترې زده کولای شئ. په دې کتاب کې هڅه شوې ،چې د جرمني ژبې د تورو او لغاتونو تلفظ هم‌ په پښتو ژبه ولیکل شي، ترڅو د دې ژبې د زده کړې په لومړنیو ورځو کې د ژبې زده کونکي پرته د کوم استاد له مرستې د جرمني ژبې زده کړه خپله پیل کړي.  د هغو لپاره چې پښتو لوستل لا هم سم نشي کولای د دې کتاب هر لوست په ویډیويي بڼه هم تشریح شوی. د کتاب په پای کې د هر ویډیویي لوست « کیو آر» کوډ شته چې په سکن کولو سره به تاسو له هماغه ویډیویي لوست سره ونښلوي. دا کتاب داسې لیکل شوی، چې زده کوونکی لیکل هم په کې کولای شي.

error: لوستونه دې همدلته ولوستل شي!!
Scroll to Top