Deutsch lernen
اسانه جرمني
د جرمني ژبې زده کړه له همدې ځایه پیل کړئ.
جرمني ژبه
جرمني ژبه د اندو اروپایي ژبو له ډلې څخه ده چې انګلو ساکسون ژبې لکه: جرمني هالنډي او انګلیسي، د آیسلنډ د خلکو ژبه او د سکندیناوي ژبې (د ناروې، سویډن او ډنمارک د خلکو ژبې) او ګوتیک (د ګوتیک د ژبې آثار د میلادي څلورمې پېړۍ را په دېخوا موجود دي.) ژبه احتوا کوي.
جرمني ژبه د جرمني هېواد سربېره د اتریش، ليښختن شټاین (لیختن شټاین Liechtenstein) او سویس رسمي ژبه ده.
د لوکزامبورګ اویا ۷۰ سلنه خلک او د هالنډ یو شمېر خلک په جرمني ژبه خبرې کوي.